د سالنګونو د لویې لارې ساتنې ریاست وايي، دغه لار د درنو واورو ورېدو له امله د ټولو ترافیکي وسایطو پر مخ تړل شوې ده.
د سالنګونو د لویې لارې ساتنې ریاست وايي، دغه لار د درنو واورو ورېدو له امله د ټولو ترافیکي وسایطو پر مخ تړل شوې ده.
د خبر له مخې د سالنګونو د مراقبت او ساتنې ریاسته نن یکشنبې د مرغومي ۷ مه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي، چې شمالي سالنګ کې د سختې واورې او جنوبي سالنګ کې توند بادونو لا هم دوام لري او حالت ښي چې دغه وضعیت به دوام وکړي.
د سرچینې په وینا له همدې امله دغه لویه لار د ټولو وسایطو پر مخ تړل شوې او تر څو چې د طوفان او خطرونو له منځه تلو نه وي ډاډه شوي، دغه لار به د ترافیکو پر مخ تړل شوي وي.
دغه ریاست ټینګار کړی، چې تر چې د دوی له خوا اعلان نه وي شوي له خلکو غواړي، چې پر دې لار له سفر کولو ډډه وکړي.
د یادونې ده، چې له مرکز سره د شمالي ولایتونو د نښلولو دغه لویه لار د ژمني په موسم کې ډېری وخت د مسافرو او وسایطو پر مخ تړلې وي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/21491